د مدیره پلاوي ناسته د کندهار وړني نساجۍ دولتي شرکت تشکیل او مالي پلان تأیید کړ

نساجی کندهار خبر 01.jpg

1 حمل 1402

د مالیې وزارت استازي او د د کندهار وړني نساجۍ دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي نصرت الله محمود په مشرۍ چې د مدیره پلاوو ټولو غړو یې هم ملتیا کوله د کندهار وړني نساجۍ دولتي شرکت د مدیره پلاوي د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په تالار کې وشوه.
په دې غونډه کې د اجندا سره سم، په لومړی کې د کندهار وړني نساجۍ دولتي شرکت تیرې ناستې راپور او د دې شرکت فعالیتونه او لاسته راوړنې وړاندې شوه.
همداشان په دې ناسته کې د یاد شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال د مالي پلان او تشکیل تائيد، دتجارتي پلان مصرف او منظوري، د بيلانس د جوړولو د مصارفو منظوري، د ABC شرکت لخوا د نوي ښارګوټي د جوړولو طرحه کتنه، د پلان تدارکاتي او پلان عملياتي۱۴۰۱ـ۱۴۰۲ منظوري، د شرکت د ابتدایي فعالیت لپاره د ۱۵ ميليونه افغانيو پیشنهاد، په کندهار کي د کمپونډ په نامه د ۷۰ جريبه مځکي د غصب موضوع او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د ABC شرکت پلان د دولتي شرکتونو له عمومي ریاست سره شریک کړي او له نظر او تحلیل وروسته دې د اداري پلاوي راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.