الحاج ملا هدایت الله بدري د کندز سپین زر دولتي شرکت پرانیستنه وکړه

سپین زر خبر 01.jpg

5 حمل 1402

الحاج ملا هدایت الله بدري په مالیې وزارت کي د خپل کار په وروستۍ ورځ کندز ولایت ته د رسمي سفر په لړ کي د کندز سپین زر دولتي شرکت د بیا فعالېدو پرانیستنه وکړه
د کندز سپین زر دولتي شرکت په (۱۳۱۴ هـ.ل) کال کي تآسیس سو او د تاریخ په اوږدو کي ئې بېلابېل پړاوونه تجربه کړل، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وړاندي له لسیزو راهیسي له یو بد غیر فعال او فلج حالت سره مخ و، خو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره سم د مالیې وزارت د رهبرۍ له لوري دولتي شرکتونو ته د دوامداره پاملرني په پایله کي یو ځل بیا فعال او خدماتي چاري ئې پیل کړې.
د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د یاد شرکت اداري سیسټم اصلاح سو او موجودو امکاناتو ته په کتو؛ د ماشینرۍ نصب، مونتاژ او ترمیم ئې ترسره سو؛ همدارنګه د اساسي تولیداتو لپاره د نوي ماشینرۍ رانیول، نصب او د مونتاژ چاري ئې هم ترسره سوې، چي اوسمهال د بنسټیزو تولیداتو  لپاره د (جین او پریس او د نباتي غوړیو تولیدي څانګي، لینټر، تلکشي، د بخار سيسټم، د ريفائنري سيسټم، د صابون جوړولو سيسټم او دغوړیو ډکولو سیستم ) په فعالېدو سره ګټور خدمات وړاندي کوي، چي ورسره  (۳۰۰) تنو ته په مستقیم او شاوخوا (۱۰۰۰) کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي الحاج ملا هدایت الله بدري په مالیې وزارت کي د خپل کار له پیل سره سم مهمو دولتي عایداتي شرکتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او زیات شمېر غیر فعال دولتي شرکتونو ئې بیرته په ښه ډول فعال کړل، چي اوسمهال په ملي کچه ګټور خدمات وړاندي کوي.