د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وسوه

اسناد مصون 01.jpg

10 حمل 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه وسوه.
په دغه ناسته کي، چي د مالیې وزارت د مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د (۱۴۰۲) مالي کال د مالي او تدارکاتي پلانونو، د شرکت د تشکیل، د شرکت د دوهم او درېیم فازونو د پلان پر عملي کولو، د یاد شرکت د اجرائیه کمېټې د رئیس په مالي او تدارکاتي صلاحیتونو، د عملیاتي څانګي اساسي ماشین الاتو د حفظ او مراقبت پر پروژې، د کار، زده کوونکو او اضافه کارۍ پر موضوع او د (۱۴۰۰) کال د بیلانس پر منظوري هر اړخیز بحثونه وسول او د مدیره پلاوي د تخنیکي غړو له لوري په یادو ټولو برخو کي د چارو د لا ښه والي په موخه د اړینو چارو په ترسره کولو ټینګار وسو.
د دې ترڅنګ د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت مسؤلینو په ډاګه کړه، چي دغه شرکت د ارزښت لرونکو سندونو لکه پاسپورټ د چاپولو لپاره تخنیکي وسایل او ماشینونه لري، خو په دې برخه کي یوازي مالي تمویل ته اړتیا لري که مالي امکانات برابر سي؛ نو په یاد شرکت کي د پاسپورټ د چاپ بشپړ ظرفیت موجود دئ.
د مدیره پلاوي له لوري د (۱۴۰۲) کال لپاره د شرکت مالي او تدارکاتي پلان او تشکیل د تائید وړ وګرځول سو، د معاشونو د څرنګوالي او په ځینو نورو برخو کي له شرکت څخه د معقولو طرحو غوښتنه وسوه، تر څو د لا اصلاحاتو په موخه بیا کتنه پرې وسي.
په پای کي د یاد شرکت د چارو د لا ښه والي لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو او د (۱۴۰۲) مالي کال لپاره د شرکت د عوایدو په لوړولو او له اړتیا پرته لګښتونو څخه په مخنیوي ټینګار وسو.