د اصلاح شویو کرنیز تخمونو دولتي شرکت د ټاکل شوي پلان څخه ۶۴٪ ډیر عاید راټول کړ

تخم های اصلاح شده خبر ۰۱.jpg

20 ثور 1402

د  ۱۴۴۴  هجري لمریز کال دشوال المکرم په ۱۹ نیټه کې د اصلاح شویو کرنیز تخمونو دولتي شرکت د مدیره پلاوې دیو لړ مهمو موضوعاتو د تصویب اوتائید په اړه غونډه  ترسره کړه.
په دې غونډه کې د شرکت داجرائیوی رئیس میلمنو ته ښه راغلاست وویلو او ورپسي دشرکت  مالي او اداري مرستیال دشرکت  د۱۴۰۱ کال دکړنو اولاسته راوړنو په اړه لنډ ګزارش اود۱۴۰۲ کال پلان وړاندې کړه.  دیادونی وړ ده  چي داصلاح شوو  تخمونو اوکرنیزوخدمتونو دولتي شرکت په ۱۴۰۱ هجری لمریز کال کې دخپل پلان سخه ۶۴ سلنه زیات  عواید  ترلاسه او د دولت خزانې ته یې تحویل کړی دی.  دمدیره پلاوې محترموغړو  دشرکت کړنې وستایله هیله یې څرګنده کړه  چي راتلونکې کال به هم همدارنګه  لاسته راوړني ولري .
ورپسي دمدیره پلاوې محترمو غړو  داجنډا مطابق  دمهمو موضوعاتو په اړه بحث ترسره کړه چې نږدې ټول موضوعات  دمدیره پلاوې لخوا تائید شول .