د هلمند د حجارۍ او نجارۍ دولتي شرکت هر کال تر ۱۰۰ متریک ټنه مرمر او رخام ډبري پروسس کوي!

WhatsApp Image 2023-06-15 at 1.10.12 PM.jpeg

25 جوزا 1402

د ماليې وزارت په ځانګړې پاملرنه  د هلمند د حجارۍ او نجارۍدولتي شرکت په اساسي فعالیتونو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. نوموړی شرکت، د کانونو  استخراج، د مرمر او رخام ډبرو معیاري پروسس، لرګینو وسایلو او زینتي توکو په برخو کي فعالیت کوي.


د هلمند د حجارۍ او نجارۍ شرکت په ۱۳۴۱ کال، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کي تأسیس سو، چي پراخ فعالیت ئې درلود. اوس مهال ئې فعالیت په ابتدائي بڼه دی او هر کال له ۱۰۰ متریک ټنو څخه زیات مرمر او رخام ډبري پروسس کوي.
د مالیې وزارت، په ځانګړې توګه د دولتي شرکتونو لوی ریاست رهبري په پام کي لري چي د دغه شرکت تولیدي ظرفیت تر یوه حده لوړ کړي، څو د صنعت د یوه منظم میکانیزم له لاري د مؤثریت، کیفیت، چاپیریال ساتني او په مارکیټ کي د سیالۍ د اصل پر اساس، ډبرین او لرګین توکي وده او پراختیا ومومي.
د هلمند د حجارۍ او نجارۍ شرکت مسئولین وايي، که دغه شرکت ته د رخام ډبرو د استخراج بشپړ واک ورکړل سي، دغه شرکت کولای سي خپل تولیدات نه یوازي کورني مارکېټ ته، بلکي بهر ته هم صادر کړي.