د مالیې وزارت ملي بس دولتي شرکت څو عرادې ملي بسونه ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل!

ملی بس.jpg

29 جوزا 1402

د ماليې وزارت د دولتي شرکتونو اړوند د ښاري مسافروړونکو ملي بس شرکت، (۸) عرادي ملي بس موټرونه چي له فعالیت څخه لوېدلي وو، ترمیم او ګټي اخیستني ته وسپارل.
د ماليې وزارت غواړي، یوځل بیا د ملي بس دولتي شرکت فعالیتونو ته وده ورکړي، تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره، په ښار کي د ګڼي ګوڼي مخنیوی وسي او همدا راز مسافرو ته د ټرانسپورټ په برخه کي نوري اسانتیاوي او د کرایې مناسب قیمت رامنځته کړي.