د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو د خوندي اسنادو د چاپ له مطبوعې څخه ليدنه وکړه!

خبر.jpeg

14 سرطان 1402

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد او د یادو وزارتونو یو شمېر رئیسانو د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ له مطبوعي څخه لېدنه وکړه.
د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو او مسؤلینو د خوندي اسنادو د چاپ، دولتي مطبوعې (شرکت) له بېلابيلو برخو؛ د پرمختللو چاپي دستګاوو، عصري سیسټمونو، ماشینونو او مهمو وسائلو څخه لېدنه وکړه او د یاد  شرکت د ظرفیت لوړولو په برخه کي ئي د هر ډول ملاتړ بشپړ ډاډ څرګند کړ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت اړوند د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د هیواد په کچه یو پېژندل سوی او په عصري پرمختللو چاپي وسایلو سمبال شرکت دئ، چي د ارزښت لرونکو (بهاداره) سندونو د چاپ په برخه کي فعالیت کوي.