د مزار – شبرغان ګازو پایپ لاین پروژې چارې عملاً د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې

خبر.jpeg

20 سرطان 1402

د مزار- شبرغان ګاز پایپلین پروژې چارې د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې. د دې پروژې د پرانیستلو پر مهالد بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال مشاور حاجي ابراهیم، د ماليې وزارت اداري مرستیال مولوي زاهد صاحب، د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت انحصاراتو عمومي مسئول محمد نصیر رحیمي ګډون کړی و.
د ګاز پایپلین د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور وویل، چې یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملي کېږي، چې د جوزجان ولایت د خواجه ګردک د سیمي څخه بیا د بلخ ولایت تر کوډ و برق پورې د ۹۵ کیلو مترو په اوږدوالي د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت د دریو کلونو په موده کي بشپړېږي، چې ټول لګښت یې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه ورکول کېږي.
شیخ دلاور زیاته کړه، چې د یاد پاپیلین تر بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چتکتیا پیدا کړي او کوښښ کوي، څو د مزار شریف ښار ټولو کورونو ته د همدې پایپلین په وسیله ګاز ورسوي.
وروسته د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د یادې پروژې پر عملي کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د یادي پروژې ټولې چارې د داخلي انجنیرانو پر مټ ترسره کېږي او د کوډ و برق فابریکې ترڅنګ، به جین ګلاس، غضنفر ګروپ او یوشمېر نورو فابریکو ته هم ګاز ورسوي، ترڅو د یادو فابریکو په فعالیتونو کې چټکتیا راشي.
حاجي وفا زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسوولین دې ته ژمن دي، ترڅو د هېواد د آبادۍ لپاره ټولې نیمګړې او نوې پروژې عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پایپلین په ٢٤ ساعتونو کې١٧٠ زره متر مکعب ګاز د ٥٠ اتمسفیر فشار سره د انتقال وړتیا لري.