د ګمرکونو او عوایدو معین د خوندي سندونو د چاپ دولتي مطبوعې څخه لیدنه وکړه!

خبر.jpg

2 اسد 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر (ادریس) او د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت د مدیره هیئت رئیس د  ماليې وزارت اړوند د خوندي سندونو د چاپ دولتي مطبوعې څخه لیدنه وکړه.
د ګمرکونو او عوایدو معین او مل پلاوي د خوندي سندونو چاپ دولتي مطبوعې (شرکت) له بېلابيلو برخو، د پرمختللو چاپي دستګاوو، عصري سیسټمونو، ماشینونو او مهمو وسایلو لیدنه او ارزونه وکړه او د یاد شرکت د ماشین الاتو او بشري ظرفیت د لوړولو په برخه کي ئي د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ.