د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني او ملاتړ په موخه ګډه ناسته تر سره سوه!

خبر.jpg

2 اسد 1402

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري د ټولو دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني، پرمختګونو،  ستونزو او مشکلاتو اورېدلو   او ملاتړ په موخه، د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ او د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج ملا هدایت الله بدري او د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور په غړیتوب یو پلاوی ټاکل سوی.
یاد پلاوي د دولتي شرکتونو د مسؤلینو سره خپله لومړنۍ ناسته تېره ورځ د مالیې وزارت په خیبر حال کي ترسره کړه، چي پکښي د دولتي شرکتونو مسؤلینو د شرکتونو اړوند موضوعات، ستونزي او غوښتني شریکي کړې.
یاد پلاوی به په نږدې راتلونکي کي د دولتي شرکتونو له مسؤلینو سره ځانکړي ناستي هم ترسره کړي.