د انټرکانټيننټال دولتي شرکت د ارزوني ناسته ترسره سوه

خبر.jpeg

19 اسد 1402

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه (امیر المؤمنین حفظه الله) له لوري د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني په موخه د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د ټاکل سوي کمېټې د غړو او د انټرکانټیننټال دولتي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د یاد شرکت د ارزوني غونډه په مالیې وزارت کي ترسره سوه.
په دغه غونډه کي د مالیې وزارت اړوند (انټرکانټیننټال دولتي شرکت) د عمومي وضعیت، اداري جوړښت، خدماتو، مالي وضعیت او فعالیتونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي سول او تر څنګ ئې د یو لړ موجودو ستونزو او محدودیتونو یادونه هم وسوه، چي د غونډي د ګډونوالو او کارپوهانو له لوري د ستونزو د حل او د یاد شرکت د وضعیت د لا ښه والي په موخه وړاندیزونه او د حل لاري وړاندي سوې.
په پای کي د کمېټې د غړو له لوري ټینګار وسو، ترڅو د یاد شرکت د غیر ضروري لګښتونو دقیقه ارزونه وسي او د مخنیوي په موخه  ئې اړین اقدامات ترسره سي.