د اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د ارزوني ناسته ترسره سوه

خبر.jpeg

22 اسد 1402

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني په موخه د جوړي سوي کمېټې د غړو او د مالیې وزارت اړوند د اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د مسؤلینو ترمنځ د دغه شرکت د وضعیت ارزوني ناسته په مالیې وزارت کي ترسره سوه.
په پیل کي د اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت اړوند؛ د تشکیلاتي جوړښت، فعالیتونو، خدمتونو، مهمو پروژو، د طرحو او پلانونو په تړاو ټولیز معلومات وړاندي سول او د شرکت د چارو په مخ کي د پرتو ستونزو او ننګونو یادونه وسوه، چي د اړوند برخي د کارپوهانو او د کمېټې د غړو له لوري د شرکت د چارو د لا ښه والي په موخه ستونزو ته د حل مناسبي لاري چاري وړاندي سوي.
په ټوله کي د یاد شرکت وضعیت ښه وبلل سو او ټینګار په دې وسو، چي موجودو ستونزو ته باید په سمه توګه رسېدنه وسي، تر څو شرکت وکولای سي خپل راتلونکي پلانونه او مهمي پروژې په ښه توګه عملي کړي، چي ورسره په ملي کچه د پاکو اوبو د کمښت په برخه کي د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وسي.