د صکوکو مطبعې او ضرابخانې دولتي شرکت ارزونه وسوه

خبر.jpeg

23 اسد 1402

د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني په موخه د ټاکل سوي کمېټې له لوري د مالیې وزارت اړوند د صکوکو مطبعې او ضرابخانې دولتي شرکت د ارزوني غونډه په مالیې وزارت کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي د صکوکو مطبعې او ضرابخانې دولتي شرکت د فعالیتونو، تولیداتو، مالي وضعیت، لګښتونو، طرحو او پلانونو په تړاو معلومات وړاندي سول او د یاد شرکت د ستونزو په برخه کي د یو مناسب معیاري تعمیر د نشتون او د تدارکاتي پروسې د پېچلتیا ستونزي هم یادي سوې.
د کمېټې د غړو او کارپوهانو له لوري د شرکت د چارو اهمیت ته په کتو، د شرکت د ټولیز ظرفیت د لوړولو په موخه د ستونزو د حل لپاره نظرونه او وړاندیزونه وړاندي سول. همدا راز ټینګار وسو، چي شرکت باید ټولي دولتي ادارې وهڅوي تر څو خپل ټول بهادار او مصؤن اسناد په دغه شرکت کي چاپ کړي، چي ورسره به د دغه شرکت فعالیتونه پراختیا ومومي او هم به په هیواد کي د چاپي صنعت ودي ته زمینه برابره سي.