د ابن سینا فارمسي، استراس، مرکزي سیلو، د مکروریانونو د ساتني او څارني، افسوټر ټرانسپورټي او د هوټلونو دولتي شرکتونو ارزونه وسوه

خبر.jpeg

31 اسد 1402

د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ځانګړي استازي مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د مالیې وزارت اړوند د ابن سینا فارمسي، استراس، مرکزي سیلو، د مکروریانونو د ساتني او څارني، افسوټر ټرانسپورټي او د هوټلونو دولتي شرکتونو هر اړخیزه ارزونه وسوه.
د ښاغلي احمد جان بلال په مشرۍ د یوې ګډي کمېټې له لوري، د دغو شرکتونو فعالیتونه، تولیدات او خدمات، مالي وضعیت، موجودي پانګي، راتلونکي طرحي او پلانونه په کره او هر اړخیزه توګه و ارزول سول او د شرکتونو مسؤلینو د کمېټې له رهبرۍ سره خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړل.
د کمېټې رهبرۍ او غړو د پرمختګونو، ستونزو، شکایتونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چي په مخ کي پرتو ستونزو ته به په قانوني توګه رسېدنه کوي او بشپړ را پور به ئې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره هم شریکوي.