په مالیې وزارت کي د برېښنا شرکت ارزونه وسوه

خبر.jpeg

5 سنبله 1402

د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، ګډي تخنیکي کمېټې د افغانستان برېښنا شرکت ارزونه وکړه او د دې شرکت د تاریخچې، لومړنۍ پانګي، پخواني او اوسني وضعیت، بیلانس، عوایدو، لګښتونو، طرحو او پلانونو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو معلومات وړاندي او بحثونه پرې وسول.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته برېښنا شرکت د کورنیو خپلواکو، لمریزو او اوبیزو تولیدوونکو سره د خبرو په پایله کي، تعرفه راټیټه کړې، چي ورسره د برېښنا شرکت ۲.۲ میلیونه ډالره سپما کړې ده او له ګاونډیو وارداتي هیوادونو سره د خبرو له لاري یې د برېښنا د پېر بیه هم راټیټه کړې ده.