د افغان ټیلي کام دولتي شرکت ارزونه په مالیې وزارت کي ترسره سوه

خبر.jpeg

16 سنبله 1402

د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین (حفظه الله) په هدایت، د نوموړي د ځانګړي استازي مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د جوړي سوي کمېټې له لوري د افغان ټیلي کام دولتي شرکت ارزونه په مالیې وزارت کي ترسره سوه. د ارزوني په دغه ناسته کښي لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.
مولوي احمد جان بلال د غونډي ګډنوالو ته د اروزني موخه داسي روښانه کړه، چي دا ارزوني د دولتي شرکتونو په مخ کي پرتو خنډونو د لیري کولو او ستونزو حلولو لپاره تر سره کېږي، موخه ئې د امیرالمؤمنین(حفظه الله)د هدایت پر بنسټ دغه سکټور په پښو ودرېږي او د هیواد د اقتصادي پرمختګ مټ وګرځي.
د افغان ټیلیکام شرکت په (۱۳۸۴ هـ ل)کال کي په سل میلیونه افغانیو ابتدايي پانګونه فعالیت پیل کړ، چي په ټول هیواد کي (۵۵۰۰)کیلو متره نوري فایبر لري او د دې شرکت د عوايدو په مټ په (۲۰۱۴ کال)کي د سلام مخابراتي شبکه فعاله سوه، چي اوس مهال څو نسله غږیز او انټرنيټي خدمات وړاندي کوي.
دغه شرکت (۳۴۶۳) تنه کارکوونکي لري، چي (۱۳۹۹) تنه ئې رسمي او (۲۰۶۴) ئې غیر رسمي دي. په زرګونو کسانو ته ئې د کار چاره برابره کړې، لسګونو شرکتونو ته ئې د قراردادونو له لاري د کار چاره برابره کړېده. د شرکت مسؤلینو د پرمختګ په موخه خپلي کړنلاري له پلاوي سره شریکي کړې.
 د غونډي په پاي کي د امیر المؤمین (حفظه الله) د ځانګړي استازي (مولوي احمد جان بلال) او کمېټې لخوا یاد شرکت ښه و ارزول سو، او د یاد شرکت مسؤلینو ته وعده ورکول سوه، چي ستونزو ته د حل په موخه به ئې مشکلات له مقاماتو سره شریکوي.