د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست لخوا د دولتي شرکتونو د تجارتي برخو د مسئولینو لپاره د بازار موندني سیمینار ترسره سو!

خبر.jpeg

23 سنبله 1402

په سیمینار کي د دولتي شرکتونو لوی ریاست د سوداګریزو چارو رئیس ښاغلي عازم، وویل، اوس په ټول هيواد کي امنیت ټینګ سوی او د هيواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره باید هڅي وسي چي دا چاره د بازارموندني د مهارتونو زده کړي ته زیاته اړتیا لري.
د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست په همږغۍ د استاذ محمد اجمل ستانکزی لخوا چي د اقتصاد په برخه کي ماستري لري او د هیواد په مشهورو پوهنتونونو کي د اقتصاد، بازاریابی او مدیریت په برخو کي تدریس کوي، د بازارموندني، د بازار موندني ستراتیژۍ، د بازارموندني د ډولونو، بازار جوړوني، بازار سنجۍ، بازار ګرمۍ، بازار ګرځېدني، د بازار څېړنو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه پرزینټېشن وړاندي کړ.
د همدې سمنار په وړاندي کولو سره د دولتي شرکتونو د تجارتي برخي ګډون کوونکو مسؤلینو د خوښۍ اظهار وکړی او یاد سمنار ئې ګټور وباله او د همدې پروسې د پراختیا غوښتنه ئې کړل.
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست استاذو یادونه وکړل چي اینده کي به ان شاءالله د هیواد د مختلفو پوهنتونونو د مسلکي استاذانو لخوا په مختلفو برخو کي سمنارونه ارایه کیږي