د دولتي شرکتونو د ارزوني کمېټې غړو د یو شمېر شرکتونو له عملي چارو څخه ليدنه وکړه

WhatsApp Image 2023-09-19 at 08.17.17.jpg

28 سنبله 1402

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه (امیر المؤمنین حفظه الله) له لوري د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني په موخه د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د ټاکل سوي ځانګړي، ګډي، تخنیکي کمېټې غړو د آزادۍ مطبوعې، د غوښو او لبنیاتو د چمتو کولو، افغان تور او د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکتونو څخه له نږدې ليدني وکړې.
د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، چي د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د چارو ادارې لوي رئیس شیخ نورالحق انور او یو شمېر نورو مسؤلینو ئې هم ملتیا کوله د یادو دولتي شرکتونو د ودانیو، عملي چارو، اداري جوړښت، ماشینونو، سیسټمونو، شته ظرفیت او موجودو امکاناتو څخه له نږدې ليدنه او ارزونه وکړه.
د شرکتونو مسؤلینو د خپلو شرکتونو د تولیداتو او خدماتو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د چارو د لا پرمختګ په موخه ئې په ځینو برخو کي د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه، چي د کمېټې له لوري ورته په اړوند برخو کي د ملاتړ او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکول سو.