د دولتي شرکتونو د ارزوني کمېټې د یو شمېر نورو دولتي شرکتونو له عملي چارو څخه ليدنه وکړه

WhatsApp Image 2023-09-19 at 11.07.49.jpg

28 سنبله 1402

د دولتي شرکتونو د عملي ليدنو او ارزونو په دوام؛ د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني په موخه د جوړي سوي ځانګړي، ګډي او تخنیکي کمېټې غړو د افغانستان د نفت او ګازو، د صکوکو مطبوعې او ضرابخانې او د اصلاح سوو کرنیزو تخمونو دولتي شرکتونو څخه له نږدې ليدني وکړې.
د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، چي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي عبدالحمید اخندزاده او یو شمېر نورو مسؤلینو ئې هم ملتیا کوله د یادو دولتي شرکتونو د ودانیو، عملي چارو، اداري جوړښت، ماشینونو، سیسټمونو، شته ظرفیت او موجودو امکاناتو څخه له نږدې ليدنه او ارزونه وکړه.
د شرکتونو مسؤلینو د خپلو شرکتونو د تولیداتو او خدماتو په تړاو معلومات وړاندي کړل او د چارو د لا پرمختګ په موخه ئې په ځینو برخو کي د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه، چي د کمېټې له لوري ورته په اړوندو برخو کي د ملاتړ او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکول سو.