د کندز سپین زر دولتي شرکت د وچو رومیانو لومړۍ صادراتي محموله اروپا ته واستول شوه

خبر.jpg

9 میزان 1402

د کندز سپین زر دولتي شرکت له لوري اروپایي هېوادونو ته د وچو رومیانو ۱۵۰ ټنه لومړۍ محموله واستول شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دولتي شرکتونو عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحميد اخندزاده، د هوټلونو دولتي شرکت عمومي رئیس، حافظ عبدالمنان مبارک، د سپین زر دولتي شرکت رئیس عبدالحفیظ فریاد او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د دغه مراسمو پرمهال د دولتي شرکتونو عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحميد اخندزاده وویل، چې دا د افغانستان اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د هېواد سبزیجات او ترکاري یې اروپایي هېوادونو ته استول کېږي.
اخندزاده زیاته کړه، چې اسلامي امارت دغه راز د واخان له لارې هېواد له اروپا او آسیا سره وصل کړی.
نوموړي همدارنګه وویل، چې نړیوالو په رسنیو کې د اسلامي امارت غلط انځور خپور کړی و، چې هېواد ته د بېلابېلو هېوادونو سیلانیانو په راتګ سره هغوی د افغانستان څخه د امن، سوکالۍ او پرمختګونو انځور بېرته نړیوالو ته وړاندې کړی دی.
ورته مهال د سپین زر دولتي شرکت رئیس عبدالحفیظ فریاد وویل، دا د ویاړ ځای دی، چې په خپل هېواد کې ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړې او هم توکي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر کېږي.
فریاد زیاته کړه، سربیره له وچو رومیانو د افغانستان لاسي صنایع هم د نورې نړۍ ته صادر شوې دي.
اخوا د هوټلونو دولتي شرکت عمومي رئیس حافظ عبدالمنان مبارک اروپایي هېوادونو ته د دغه محمولې لېږل ستر ګام یاد کړ او ویي ویل: دا د افغانانو لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی، چې د بد بختیو څخه وژغورل شول او له فقر څخه راووتل.
حافظ مبارک زیاته کړه، د ویاړ ځای دی چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد مخ پر وده روان دی او دا دی اروپا ته یې د وچو رومیانو لومړۍ محموله ولېږل شوه.
د یادونې وړ ده، چې سپین زر دولتي شرکت د تېرو ۲۱ کلونو راهیسې غیر فعال ؤ، چې د اسلامي امارت په راتګ سره بیا فعال او اوسهال په کې پنبه، د پنبې غوړي، کونجاړه او کاغذي دسمالونه جوړ او پروسس کېږي.