د مالیې وزارت سرپرست وزیر د دولتي شرکتونو لوی ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه!

WhatsApp Image 2023-10-10 at 12.23.56_6c52d929.jpg

18 میزان 1402

مالیې وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند د یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د دولتي شرکتونو لوی ریاست د چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د لیدني په پیل کي د دولتي شرکتونو لوی رئیس الحاج عبدالحمید اخندزاده، د دولتي شرکتونو د وروستیو فعالیتونو، پرمختگونو او لاسته راوړنو په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته ټولیز راپور وړاندي کړ. د مالیې وزارت سرپرست وزیر د دولتي شرکتونو لوی ریاست د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته،د دولتي شرکتونو د چارو د لاښه ‌والي هدایت ورکړ او د کړنو په پرمختګ ئې ټینګار وکړ. همدارنگه یاد پلاوي د دولتي شرکتونو د لوی ریاست له شعباتو او کاري پروسو څخه هم لیدنه وکړه.