مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی ریاست لخوا د دولتي شرکتونو د تجارتي برخو د مسئولینو لپاره د تجارتي پلان جوړولو سیمینار ترسره سو

خبر.jpg

22 میزان 1402

په سیمینار کي د دولتي شرکتونو لوی ریاست د سوداګریزو چارو مسول، وویل،  دولتي شرکتونه د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا مهم نهادونه دي او باید د پرمختګ لپاره وخت په وخت اساسي پلانونه ترتیب کړي چي په دې برخه کي د تجارتی پلان د لاري د نوي عصر تجارتی تګ لاري پکار اچولو ته زیاته اړتیا لري.


د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست په همږغۍ د استاذ محمد اجمل ستانکزی لخوا چي د اقتصاد په برخه کي ماستري لري او د هیواد په مشهورو پوهنتونونو کي د اقتصاد، بازاریابی او مدیریت په برخو کي تدریس کوي، د تجارتي پلان ټول اړخونه او د عملي تطبیق فارمټ په اړه پرزینټېشن وړاندي کړ.


د همدې سمنار په وړاندي کولو سره د دولتي شرکتونو د تجارتي برخي ګډون کوونکو مسؤلینو د خوښۍ اظهار وکړی او یاد سمنار ئې ګټور وباله او د همدې پروسې د پراختیا غوښتنه ئې کړل.