د مالیې وزیر، د کور او ښار جوړولو وزیر او د کابل ښاروال د افغانستان د نفت او ګازو له دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

خبر.jpg

26 میزان 1402

یو لوړ پوړی پلاوی چې د مالیې وزیر محترم ملا محمد ناصر اخند، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د هغه د ملګرو په ګډون، د ذاکرین ښارګوټي د نوي سړک د مسیر د معلومولو په موخه چې د افغانستان د نفت او ګازو له دولتي شرکت څخه تېرېږي، له دغه شرکت څخه لیدنه وکړه.
یاده پلاوی پرېکړه وکړه، چې ياد سړک دې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له لوېديځې غاړې تېر شي، څو د ياد شرکت د ترميم او تاسيساتو د ويجاړېدو مخه ونيول شي.