د خوندې اسنادو چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

استشیاخ.jpg

3 عقرب 1402

د خوندې اسنادو چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د ښاغلې مولوی عبدالقهار حاجی ادریس په مشرۍ د دولتي شرکتونو عمومي ریاست په تالار کی ترسره شوه.
په دې ناسته کې د دولتي شرکتونو د مالي چارو او د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلې احمد حسن احمدي او د یو شمېر اړوند مسوولین ګډون کړی و د اجندا سره سم، د یاد شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د مالي پلان تغییرات منظوري، در ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د تدارکاتي پلان کې تعدیل، د چاپ ماشینونو د حفظ او مراقبت پروژې قرارداد ورکړه کورنې شرکت ته وړاندیز، ۵۵ ټنه امنیتی کاغذ پروژې منظوري، د تجارتي پلان تاییدي او یو شمیر اړوندو مسایلو بحث وشو او او لازم تصمیمونه ونیول شول.