د هوټلونو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وسوه

خبر.jpg

10 عقرب 1402

د مالیې وزارت استازي او د هوټلونو دولتي شرکت د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي سلیمان رسولی په مشرۍ د یاد شرکت د مدیره پلاوي ناسته د دغه هوټل په مرکزي دفتر کې ترسره سوه.
په دې ناسته کې له اجنډا سره سم، د ایران سفر د طرحې تائید او د هوټلداري په برخه کې د کارمندانو د علمي او مسلکي سطحې د لوړوالې په خاطر د مختلفو ستورو لرونکو هوټلونو څخه لیدنه، د خنجان هوټل د بیا رغونې او اعمار د طرحې تائید، د نظارت طرزالعمل د طرحې تائید او د هغې چک لېست، د نظارت طرزالعمل د طرحې تائید او د هغې چک لېست، د هوټلونو دولتي شرکت د ۱۴۰۰ – ۱۴۰۱ کلونو د بیلانس تائیدی او شمیر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او خبرې او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د هوټلونو دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته له هراړخیزو بحثونو وروسته د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کال بیلانسونو د دولتی شرکتونو عمومی ریاست له تحلیل څخه ورورسته تائید او شرکت ته یې هدایت وکړه چې اصولي اجراات ترسره کړي.