د افغانستان د نفت او ګازو په دولتي شرکت کي د جذب په موخه له ۳۲۰۰ کسانو څخه ازموینه واخیستل سوه

خبر.jpg

13 عقرب 1402

د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت لپاره د مسلکي کارکوونکو د ګومارني ازموینه د ازموینو ملي ادارې لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د کابل پوهنتون د تمیم انصاري (رض) په تالار کي واخیستل سوه.
په دغو مراسمو کي د دولتي شرکتونو لوی رئیس الحاج عبدالحمید اخندزاده، د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت لوی او اجرائیه رئیس انجنیر محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن)، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی وو.
د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز په دې مراسمو کي د خپلو خبرو پر مهال وویل: « ډېر د خوښۍ ځاى دئ، چي دغه ازموينه د لوستو او مستعدو ځوانانو د جذبولو په موخه ترسره کېږي. په دې کي شک نسته، چي په اسلامي امارت کي اشخاص د خپل لیاقت او وړتيا پر اساس د يوې شفافي او قانوني پروسې له لاري په دندو ګومارل کېږي، چي د نن ورځي ازموینه ئې یو غوره ثبوت ګڼلی سو.»
د ازموینو د ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کي وویل: « په اوسني عصر کي د ډېریو عصري هيوادونو په پرمختګ کي د با استعداده، مسلکي او ژمنو اشخاصو ستر رول وي، چي الحمدلله نن په ګران افغانستان کي هم د وړ او با استعداده اشخاصو لپاره د کار زمینه برابره ده او ننۍ ازموینه د لوستو او مستعدو ځوانانو د جذبولو په موخه په لاره اچول سوې ده.» تر څو هغوی ته د خدمت فرصت برابر او هیواد مو د پرمختګ په لور روان سي، نوموړي د ازمويني د روڼتيا ډاډ ورکړ او زياته ئې کړه، چي د افغانستان په تاريخ کي کله هم دومره شفافه پروسه نه ده ترسره سوې او له ځوانانو ئې وغوښتل، چي په پوره ډاډ سره ازموينه ترسره او د خدمت جوګه وګرځي.
د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت لوی او اجرائیه رئیس انجنیر محمد نصیر رحیمي د یاد شرکت د تاریخچې او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته ئې کړه، چي اوس د اسلامي امارت د خپلواکۍ او حاکمیت تر چتر لاندي د مسلکي کادرونو لپاره د خدمت زمینه برابره سوې ده، د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت هڅه کوي، چي د خپلو چارو د غوره ترسره کولو په موخه د داخلي متخصصو او ژمنو کسانو څخه کار واخلي، ترڅو دغه شرکت د میلیارډونو پانګي او سلګونه زره پرسونل په لرلو سره، لازمو وړتیاوو ته په کتو او هیواد ته د خدمت لپاره نړیوالو شرکتونو ته په ورته شرکت باندي بدل کړي.  نوموړي د ازموینو د ملي ادارې، کابل پوهنتون او مالیې وزارت څخه د شفافي ازمویني ترسره کولو په پار د دوی له همکاریو مننه وکړه.
د یادوني وړ ده، چي د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له لوري د (۱۳۳) بستونو ازموینه په ورته وخت کي په دریو ولایتونو کابل، بلخ او هرات کي واخیستل سوه، چي (۳۲۰۰) کسانو پکښي ګډون کړی وو.