د ماليې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو په تورخم کي راستانه سوو ګډوالو ته د ورځي (۳۰) زره وچه ډوډۍ برابروي!

خبر.jpg

15 عقرب 1402

د افغانستان اسلامي امارت په ټول قوت سره هڅه کوي، چي د افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت او په ښه ډول رسېدنه وکړي، چي اوسمهال د پاکستان هیواد څخه په جبري توګه د راستانه سوو هیوادوالو وضعیت ته د رسیدني، هغوی ته د سرپنا‌ء، د خوراکي او روغتیایي توکو د برابرولو په موخه ګډې کمیټي جوړ سوي او په کار ئې پیل کړی دئ.
پر همدې بنسټ د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ په تورخم کي میشت افغان کډوالو ته د وچي ډوډۍ برابرولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی، چي په ورځني ډول راستانه سوو ګډوالو ته تر (۳۰) زرو پوري وچه ډوډۍ برابروي.
د مالیې وزارت د مرکزي سېلو رئیس مولوي نصرالله منصور وایي، چي له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل سوي افغان کډوال، چي د ژمي د یخ موسم په درشل کي هیواد ته راستنېږي، له هغوی سره مرسته کول خپل دیني، انساني او ملي مسؤلیت بولي او په دې برخه کي د کډوالو د بشپړ ځای پر ځای کېدلو پوري به د مرکزي سېلو له لوري دوی ته د وچي ډوډۍ برابرولو پروسه دوام ولري او همدا راز هڅه کوي، تر څو کډوالو ته نور اړین خوراکي توکي هم برابر کړي.
د کابل مرکزي سېلو په تېرو درو ورځو کي  راستانه سوو کډوالو ته د (یولک) په شاوخوا کي وچه ډوډۍ  استولې او وېشلي ده، همدا راز د یادي سېلو له لوري تورخم ته د ډوۍ پخولو داشونه، وسایل او پرسونل استول سوی دئ، چي په نږدې وخت کي به په تورخم کي د ډوډۍ پخولو پروسه پیل کړي.
د یادوني وړ ده، چي د کابل مرکزي سېلو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د مالیې وزارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کي فعاله سوه، چي اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، په لوړ کیفیت سره د اوړو د تولید، د وچي ډوډۍ، ناشتا، روټ، کیک او کلچو د پخولو په برخو کي فعالیت کوي او تر څنګ ئې په دغه سېلو کي له (۴۰۰) څخه زیاتو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره سوې ده.