د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې د تخت پل پروژې د پاتي کارونو د پيل غونډ ترسره شوه

خبر.jpg

22 عقرب 1402

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د ښاري اوبو رسولو نويو پروژو افتتاح، نويو پلانونو او اوبو رسولو شبکو او تاسيساتو څخه د بیا ليدنې په موخه شمال او شمال ختيځ ولايتونو ته د سفر لړ کې، د شمال زون اوبو رسولو  رئیس، دولتي ادارو استازو، قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې د نوار په قطعه کولو سره رسماً تخت پل پروژې د پاتې کارونو د شروع کولو افتتاح وکړه،‌
د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي د يادو مراسمو ګډونوالو ته د تخت پل پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل، او زياته يې کړه چې ياده پروژه به د يوې میاشتې په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
همدا رنګه د ښاري اوبو رسولو دولتي  شرکت لوی رئیس برښنا کارته، اريانا کارته او د خالد ابن وليد شهرک ته د توزيعي شبکې د پراخولو وعده ورکړه.
د یادولو وړ ده چې د يادې پروژې لګښت (258,652,448) افغانۍ، او د شبکې مجموعي طول (36) کيلو متره دی،
د پنځو حلقو جورو څاه ګانو کيندنه، د يو باب (250) متر مکعب ذخیرې اعمار، د تاسيساتو اعمار لکه (ګارد روم او جنراتور روم) په ياده پروژه کې شامل دي،
چې د يادې پروژې د سرته رسیدو وروسته به (101000) هيوادوال  پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.