د جوزجان ولایت د شبرغان د اوبو رسولو پروژې د کار پرانیستنه

خبر دوم.jpg

25 عقرب 1402

د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي هېوادوالو ته د اوبو رسولو د خدمتونو چمتو کولو په موخه د بیاکتنې او نویو پلانونو او طرحو جوړولو لپاره شمال او شمال ختیځ زونونو ته د سفر په دوام کې، د جوزجان ولایت د شبرغان د اوبو رسولو د پروژې پاتې کار، د ریاست الوزرا د اداري معاونیت استازي، د مزار شریف زون د اوبو رسولو رییس، امنیه قومندان، د والي مرستیال، همدارنګه د نورو دولتي ادارو رییسانو، متنفذینو، مشرانو او د شبرغان ښار ځینو اوسېدونکو په ګډون د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستله.
دا مراسم چې د قرآنکريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول. د شمال (مزار شریف) زون د ښاري اوبو رسولو رئیس ښاغلي مولوي عبدالربي کامران د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلې او د شرکت لوی رییس او شبرغان ښار اوسېدونکو ته یې د شبرغان د اوبو رسولو د پروژې د پاتې کار پیلېدا مبارکي ورکړه.
د شمال زون د اوبو رسولو رییس د پروژې د کیفیت او ستنډرد په اړه د جوزجان ولایت مسوولینو، اوسېدونکو او په ځانګړي ډول د شبرغان ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ.
ورپسې د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري معاونیت استازي ښاغلي مولوي حیات الله محمدي د اوبو رسولو د شرکت له مسوولینو او د شرکت لوی رییس مننه او ستاینه وکړه، د اوبو او په ځانګړې توګه د شبرغان د پرژې پر ارزښت یې خبرې وکړې، یاده پروژه یې د شبرغان ښار اوسېدونکو ته حیاتي وګڼله او د هېواد په پرمختګ او وده کې یې مثبته وګڼله.
د ناستې په دوام د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي له ټولو چارواکو، په ځانګړي ډول د ریاست الوزرا او مرستیالانو یې او د مالیې محترم وزیر څخه چې د شبرغان د پروژې د بیا پيل زمینه یې جوړه کړه د مننې تر څنګ زیاته کړه: کومې اوبه چې موږ ترېنه استفاده کوو په حقیفت کې له موږ سره د راتلونکو نسلونو امانت دی، نو د اوبو سپما، پر وخت د اوبو د لګښت ورکول او د اوبو رسولو د شبکو ساتنه زموږ ټولو دنده ده.
همدارنګه د شرکت لوی رئیس د پروژې د جزیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: د دې پروژې ټول لګښت څه د پاڅه (454) میلیونه افغانۍ دي، د پروژې اوږدوالی (9.4) کيلو متر انتقالي (133.4) کيلو متره توزيعي چې په مجموعي ډول (143) کيلو متره دی،
(3) بابه 600 متر مکعبه ځمکنۍ ذخیرې، یو باب (۲۵۰) متر مکعبه ارتفاعي ذخیره او د دوو ژورو څاګانو کېندل، د تاسیساتو شاوخوا دیوال او پر څاه د خونې جوړول پکې شامل دي، یاده پروژه به د اتو میاشتو موده کې بشپړه او (80000) هيوادوال به ورڅخه ګټه واخلي.