د هوټلونو دولتي شرکت کړني او لاسته راوړني

خبر ۰۱.jpg

د مالیې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت، چي د معیاري هوټلدارۍ د خدمتونو وړاندي کولو، د کورنیو او بهرنیو میلمنو لپاره د مناسب تفریحي او سیاحتي فضا د رامنځته کولو له لاري د کار پيدا کولو په برخه کي فعالیت کوي، له تحولاتو او د وخت له غوښتنو او شرایطو سره سم د بېلابېلو واکمنیو په راتګ سره ډېري لوړي ژوري تجربه کړي دي او له اداري – تشکیلاتي اړخه ئې د بېلابېلو وزارتونو تر چتر لاندي فعاليتونه په خپله کارنامه کي ثبت او تجربه کړي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دولتي شرکتونو ته د عایداتي سرچینو په توګه د مالیې وزارت د پاملرني او د دغه شرکت د رهبرۍ د هلو ځلو په پایله کي بنسټیز بدلونونه رامنځته سوي دي، چي د دولتي شرکتونو د جایدادونو د بيرته ترلاسه کولو ترڅنګ، د (کندهار هوټل، آریانا هوټل، باغ بالا هوټل)، ګلستان هوټل، قرغه سټار هوټل، د سپوږمۍ کافي هوټل او د استالف هوټل فعال او خدمات وړاندي کوي.
د دې ترڅنګ د دغه شرکت د رهبرۍ په سم مدیریت سره، له (۲۰۰۵ز تر ۲۰۱۵ز کال پوري) د آغا خان مؤسسې څخه د کابل سرینا هوټل او د سروبي له دوکانونو څخه طلبات ترلاسه سول او ترڅنګ ئې آریانا هوټل د ملي دفاع وزارت ته په میاشتنۍ کرایه او د مزار هوټل، د باغ بالا رسټورانټ او فارم د قرارداد تعهد وسو، چي له درکه ئې په میلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.
د دولتي هوټلونو شرکت د (۶) هوټلونو (۵ هوټلونه په کابل ښار او یو هوټل په جلال اباد کي) په فعالولو او زرګونو هیوادوالو ته د ملي او نړیوالو خدمتونو په وړاندي کولو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې او د خپلو اساسي او غیر اساسي عوایدو له اړخه د دولت له بودیجې سره هم مرسته کوي.
د يادوني وړ ده، چي د هوټلونو دولتي شرکت په (۱۳۳۰ هـ.ل) کال کي د کاروان سرا په نوم فعاليت کاوه. د نړۍ او په ځانګړي توګه په افغانستان کي د هوټلدارۍ د صنعت له ودې سره سم «د کابل هوټل عمومي مدیریت» تر نامه لاندي په رسمي ډول فعالیت پیل او د هوټلدارۍ خدمات ئې وړاندي کړل. د کابل هوټل مدیریت په (۱۳۳۳ هـ.ل) کال کي خپل نوم د هوټل سهامي شرکت ته بدل او خپلو فعالیتونو ته ئې دوام ورکړ. وروسته ئې په (۱۳۵۳ هـ.ل) کي خپل حقوقي شخصیت ته بدلون ورکړ او د هوټلونو د تصدۍ په نامه ونومول سو. په پایله کي د (۱۳۹۷ هـ.ل) کال د مني په موسم کي د دولتي شرکتونو نوی قانون توشیح او د هوټلو تصدۍ حقوقي شخیصت بدلون وکړ، د هوټلونو دولتي شرکت په نامه ونومول سو او د مالیې وزارت په چوکاټ کي ئې خپلو فعالیتونو ته یو ځل بیا دوام ورکړ.