مرکزي سېلو د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي

خبر.jpg

30 جدی 1402

د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته له بشپړ فلج حالت څخه فعال حالت ته راوګرځېد او په فعالیت ئې پیل وکړ؛ د روان (۱۴۰۲) مالي کال له پیل راهیسي ئې د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه د (۰۰۰ ،۵۹۵ ،۴۴) افغانیو په ارزښت د (۱۴) بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي، چي ورسره د یاد شرکت په عوایدو کي هم زیاتوالی راغلی دئ.
مرکزي سېلو اوسمهال په اول او دوهم نمبر فابریکو کي (۱۴) پایې د ډوډۍ پخولو فعال داښونه(داشونه) لري، همدا راز یوه پایه داښ د هرات او یو هم د کندهار په سېلو کي فعال دئ.
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت اوسمهال په ورځني ډول د یو ټن په اندازه، په بېلابېل ډول وچه ډوډۍ، کیک، کلچې او ناشتې تولیدوي او په (۲۴) ساعتونو کي د (۴۵) ټنو اوړو د تولید ظرفیت لري.
د یادوني وړ ده، چي په یاده سېلو کي (۲۰۰) کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه هم برابره سوې ده.