د امارتي شرکتونو د چارو د لا ښه والي او پرمختګ په موخه خپلواکه اداره رامنځته کېږي

خبر.jpeg

2 دلو 1402

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه درانه مقام ته د امارتي شرکتونو د وضعیت ارزوني کمېټې د هر اړخیز راپور له شریکولو وروسته؛ عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د امارتي شرکتونو د چارو د لا پرمختګ او د هیواد د اقتصادي وضعیت د لا ښه والي په موخه ځانګړی فرمان صادر کړ، چي پر بنسټ به ئې د امارتي شرکتونو د رهبرۍ او مدیریت په موخه خپلواکه اداره رامنځته سي.
په همدي موخه د رسنیو مرکز کي غونډه جوړه سوي وه، چي پکښي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج ملا هدایت الله بدري، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي مشر مولوي احمد جان بلال، د کابینې یو شمېر غړو، د امارتي شرکتونو رئیسانو، د خصوصي سکټور غړو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د وروستي فرمان پر بنسټ به، د امارتي شرکتونو د ادارې او رهبرۍ په موخه خپلواکه اداره رامنځته کېږي، چي ورسره به د امارتي شرکتونو د چارو د لا پرمختګ، د پانګوني د جلب، د انحصار او احتکار د له منځه وړلو، په بازارونو کي د سالم رقابت د رامنځته کېدلو او په ټوله کي به، د هیواد د اقتصادي پرمختګ په برخو کي ګټوري پایلي ولري.