دغه هوکړه لېک د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وږي په ۱۴ مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت په عمومی ریاست کې د یوي غونډې په ترڅ کې لاسلېک شو، د یاد هوکړه لېک له مخې به هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان پُست دولتي شرکت د پُست خونو له لارې د سلام مخابراتي شبکې سېمکارټونو او خدمتونو ته لاسرسۍ ولري.